افغان حکومتي سرچینې وايي، راتلونکې اونۍ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه کېږي.
ویل کېږي په دغه غونډه کې پر درېيو اساسي مسئلو سوله، له ترورېزم سره پر مبارزې، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي.
یادو سرچینو ویلي چې ټاکل شوې په دغه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترورېزم سره د مبارزې او سولې په تړاو یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
دغه غونډه چې د ترسره کېدو ټاکلې ورځ یې معلومه نه ده، د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ترسره کېږي.