ads

د سولې عالي شورا مرستيالې د سولې د مشورتي بورډ په جوړښت نيوکه وکړه

د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه سرابي د سولې په عالي مشورتي بورډ نيوکه کوي او وايي، يوازې دوې ښځې د دې بورډ په ترکيب کې شتون لري او له همدې کبله دغه بورډ نيمګړی دی.

نویسنده: mayar
21 لیندۍ 1397
د سولې عالي شورا مرستيالې د سولې د مشورتي بورډ په جوړښت نيوکه وکړه

د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه سرابي د سولې په عالي مشورتي بورډ نيوکه کوي او وايي، يوازې دوې ښځې د دې بورډ په ترکيب کې شتون لري او له همدې کبله دغه بورډ نيمګړی دی.
سرابي په کابل کې په سوله کې د ښځو د رول په نوم غونډې ته په خبرو کې وويل، د سولې په عالي مشورتي بورډ کې ښځې، ځوانان او مدني فعالان له پامه غورځول شوي دي.
د سولې عالي شورا مرستياله زياتوي، د ښځو په وړاندې ټولې دروازې تړلې دي او ښځې بايد په ټولنه کې د مساوي او واقعي حضور د لرلو لپاره خپل غږ پورته کړي.
د سولې عالي شورا مرستياله داسې مهال دا نيوکه کوي چې تېره ورځ د ملي امنيت شورا له لوري د سولې د عالي مشورتي بورډ د غړو نومونه اعلان شول.
په دې لېست کې حکومتي چارواکي، جهادي مشران، د ګوندونو مشران او يو شمېر نورې سياسي څېرې شاملې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA