د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په موټريز کاروان د موټربم ځانمرګي بريد له کبله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي کليد ته وويل، نن سهار ۹ بجې او ۲۰ دقيقې د پغمان ولسوالۍ په قلعه حيدر سيمه کې د افغان ځواکونو په موټريز کاروان بريد وشو او په پايله کې يې د امنيتي ځواکونو په ګډون ۴ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ