ads

عبدالله: د ځوانانو پارلمان د استازو غوښتنې دې جدي ونيول شي

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ټولو وزارتونو او حکومتي ادارو ته امر وکړ، چې د ځوانانو پارلمان وړاندیزونه جدي ونيسي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

نویسنده: mayar
20 لیندۍ 1397
عبدالله: د ځوانانو پارلمان د استازو غوښتنې دې جدي ونيول شي

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ټولو وزارتونو او حکومتي ادارو ته امر وکړ، چې د ځوانانو پارلمان وړاندیزونه جدي ونيسي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.
عبدالله عبدالله تېر ماښام د ځوانانو پارلمان له استازو سره په ليدنه کې دغه راز ټينګار وکړ، چې د ملي یووالی حکومت ځوانانو ته لومړيتوب ورکوي او داسې څه يې په تېرو کلونو کې هم ثابت کړي دي.
اجرائيه رئيس د ځوانانو پارلمان جوړېدل اغېزمن یاد کړل او په وينا يې له دې لارې د څلور دېرشو ولايتونو ځوانان له یو بل سره اړیکي پيدا کوي او خپلې ستونزې شریکوي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، دوه کاله کېږي ځوانان په سختو شرایطو کې د خلکو استازیتوب کوي او د خلکو غږ ته انعکاس ورکوي.
په ياده ليدنه کې د اطلاعاتو او فر هنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات وویل، د ځوانانو په پارلمان کې د ټول افغانستان د ځوانانو استازي شامل دي او دغه ځوانان به له خپلو سیمو، ولسوالیو او ولايتونو څخه ستونزې د حکومت له مشرانو سره شریکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA