ads

د ټاکنو کمېسيون د پنځو نورو ولايتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې

د ټاکنو خپلو اک کمېسيون تېره شپه د پنځو نورو ولايتونو بلخ، فارياب، لوګر، بدخشان او پکتيکا د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

نویسنده: mayar
20 لیندۍ 1397
د ټاکنو کمېسيون د پنځو نورو ولايتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې

د ټاکنو خپلو اک کمېسيون تېره شپه د پنځو نورو ولايتونو بلخ، فارياب، لوګر، بدخشان او پکتيکا د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د دې کمېسيون رييس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام په کابل کې خبري غونډې ته وويل، د دې پايلو له مخې په لوګر ولايت کې محمد اسماعيل صديقي او هما احمدي، په بدخشان کې عبدالروف انعامي او نيلوفر ابراهيمي، په فارياب کې حشمت الله آرمان او رنګينه کارګر، په بلخ کې غلام عباس ابراهيم زاده او صيفوره نيازۍ او په پکتيکا کې محمد ميرزا کټوازي او هيلې مجتبی تر نورو ډېرې رايې ترلاسه کړې دي.
د نوموړي په خبره، دغه پايلې په پوره دقت چمتو شوې او که کوم نوماند شکايت لري د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته يې سپارلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بيا وايي، د تلې د ۲۷مې او ۲۸مې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې او دوی به ټولو شکايتونو ته رسېدګي وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA