ads

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د افغان هندوانو او سکانو حضور مهم وباله

جمهوررئیس محمداشرف غني وايي، د افغان هندوانو او سکانو حضور د افغانستان د ویاړلي تاریخ برخه ده، له کلونو راهیسې په دې خاوره کې مېشت دي او په بېلابېلو وختونو کې یې فعال اقتصادي رول لرلی دی.

نویسنده: mayar
20 لیندۍ 1397
جمهوررئیس غني په افغانستان کې د افغان هندوانو او سکانو حضور مهم وباله

جمهوررئیس محمداشرف غني وايي، د افغان هندوانو او سکانو حضور د افغانستان د ویاړلي تاریخ برخه ده، له کلونو راهیسې په دې خاوره کې مېشت دي او په بېلابېلو وختونو کې یې فعال اقتصادي رول لرلی دی.
جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د افغان هندوانو او سکانو له یو شمېر استازو سره په ليدنه کې د هندوانو او سکانو قضایاو ته نه رسېدنه د زغم وړ ونه بلله او لارښوونه یې وکړه چې د هندوانو او سکانو ټولې حقوقي او د ځمکو د غصب قضیې دې له ولایتونو څخه کابل ته راولېږدول شي او د لوی څارنوال او د هېواد د قاضي القضات په مشوره دې یادو ستونزو ته د رسېدنې په هدف یو ځانګړی ادرس جوړ شي.
په دې ليدنه کې د افغان هندوانو او سکانو استازو هم له ولایتونو څخه کابل ته د هندوانو او سکانو د قضایاو د لېږد، په کابل کې د درمسال شاوخوا ځمکو د غصب د مخنیوي، د هندوسوزان د ستونزې د حل، په ننګرهار ولایت کې د استوګنې د ۱۶۰ او په لته بند سیمه کې د ۳۶۰ نمرو د تسلیمولو چې هندوانو او سکانو ته په پام کې نیول شوې، هغو هندوانو او سکانو ته چې د دویم هېواد تابعیت یې ترلاسه کړی د افغانستان د ویزو د وېش ستونزې د حل او د یوه سناتور او سلاکار وزیر د انتصابولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA