وسله والو طالبانو په خوست كې پر يوې امنيتي پوستې د بريد په ترڅ كې د ملي اردو ۱۳ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد احمد بابازي وايي، پېښه تېره شپه د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده.د هغه په وينا، د طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړې يو ساعت دوام كړى، چې له كبله يې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي، درې تنه ټپيان دي او يو بل ورك شوى دى.بابازي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې كړه، چې د پېښې د څېړنې په هدف سيمې ته د امنيتي ارګانونو او ولايت مقام ګډ پلاوى تللى دى.وسله والو طالبانو تراوسه د ياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ