د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق وايي، هغه مهال يوه ښه ټولنه رامنځته كېدلاى شي، چې تاوتريخوالى په كې پاى ته ورسېږي.نوموړي دا خبره نن د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي د ۱۶ورځني كمپاين د پاىپه غونډه كې وكړه.محقق وويل، د فردي اصلاحاتو لپاره تر هرڅه وړاندې د فكرونو اصلاح ته اړتيا ده.هغه زياته كړه، كه ښځې ارامې وي، نو ټولنې ته ښه اولادونه وړاندې كولاى او د هغې د پرمختګ سبب كېدلاى شي.د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي كمپاين هر كال د افغانستان په ګډون په هغو هېوادونو كې ترسره كېږي، چې هلته له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ