د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ته يې ورڅخه غوښتل شوي اسناد او معلومات سپارلي دي.د دغه كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن كليد ته وويل، دوى د كابل د ولسي جرګې ټاكنو د پايلو فورمونه، د راى وركوونكو لېستونه او له بايومټريك سيسټمه د ګټې اخيستنې په اړه معلومات د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ته وركړي دي.ابراهيمي زياته كړه، د كابل د ولسي جرګې ټاكنو د رايو باطلولو په تړاو د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون تر پرېكړې وروسته له پنځو ورځو راهيسې د دې ولايت د رايو بياځلي شمېرنه درېدلې ده.د نوموړي په خبره، ټاكل شوې د دواړو ټاكنيزو كمېسيونونو د استازو تر ليدنې وروسته دا بهير بېرته پيل شي.د يادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ دواړو ټاكنيزو كمېسيونونو پرېكړه وكړه، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون به د كابل د ولسي جرګې ټاكنو بايومټريك شوې رايې او نور د اړتيا وړ توكي د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ته سپاري او وروسته به دا كمېسيون پر خپلې پرېكړې غور كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ