ads

د ملي يووالي حكومت د سولې مركچي پلاوي كاري غونډه وکړه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ كې د ملي يووالي حكومت د سولې د مركچي پلاوي كاري غونډه جوړه شوه.

نویسنده: mayar
19 لیندۍ 1397
د ملي يووالي حكومت د سولې مركچي پلاوي كاري غونډه وکړه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ كې د ملي يووالي حكومت د سولې د مركچي پلاوي كاري غونډه جوړه شوه.د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې غونډه كې جمهور رئيس غني د سولې مذاكراتو د څرنګوالي په اړه خپلې لارښوونې بيان كړې.نوموړي وويل، دا لارښوونې يې له خلكو سره د مشورې پايله ده، چې په اتو مياشتو كې ترسره شوې.په غونډه كې د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش او د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم وغږېدل او د سولې له مركچي پلاوي يې د حكومت او خلكو پر ملاتړ ټينګار وكړ.دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوو فرمانونو له مخې د كورنيو چارو پخوانى وزير محمد عمر داودزی د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس او په سيمه ييزو چارو کې د سولې اجماع لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاكلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA