سي اېن اېن ټلويزيون نن سهار د خبريال جمال خاشقجي او د هغه د وژونکو ترمنځ د نوموړي د ژوند د وروستيو شېبو خبرې او مکالمې خپرې کړې.
د دې غږيز سند له مخې، خاشقجي د روان ميلادي کال د اکټوبر مياشتې په دوهمه نېټه د تركيې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې له يوه اشنا کس سره مخ کېږي او ورته په حيرانۍ وايي، چې دلته څه کوې؟
د دغه ثبت شوي غږ پر بنسټ، سعودي استخباراتي کس، چې نوم يې ماهر عبدالعزيز مطرب ښودل شوی، له خاشقجي غوښتنه کوي، چې بايد خپل هېواد يعنې سعودي عربستان ته ستون شي، خو نوموړى خپلې کوژدنې ته په اشارې، چې د کونسلګرۍ له ودانۍ بهر ولاړه وه وايي، نه شي کولای دا کار وکړي او يو څوک ورته په تمه دى.
وروسته پر خاشقجي بريد کېږي او د هغه وروستۍ خبره دا ده چې وايي: ((نه شم کولای ساه واخلم.))
د سي اېن اېن د راپور له مخې، سعودي استخباراتي ډله د ياد خبريال له وژلو وروسته رياض ته راپور ورکوي، چې کار وشو.