د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس يو ځل بيا ټينګار كوي، چې د جمهوري رياست ټاكنې به د سولې پروسې د بريا لپاره ونه ځنډول شي. عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي د ۱۶ ورځني كمپاين د پاى غونډې ته د وينا په مهال يو ځل بيا په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ.ده د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه وغوښتل، چې د روان لمريز كال د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې په ټاكلي وخت له خلكو سره شريكې كړي.عبدالله همدارنګه ټينګار وكړ، چې د تېرو كلونو لاسته راوړنې به د سولې قرباني نه شي.دى وايي، د افغانانو د لاسته راوړنو ساتنه د سولې او ثبات د ټينګښت او له هغو سترګې پټول د تلپاتې بې ثباتۍ په معنا دي.دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د افغانستان د سولې په برخه كې د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا هڅې ګړندۍ شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ