ads

اسټراليا له امريکا دوه اېف ۳۵ جنګي الوتکې ترلاسه کړې

اسټراليا له امريکا د ۷۲ پېرل شوو پرمختللو جنګي الوتکو له ډلې دوه ترلاسه کړې. د دغو ۷۲ اېف ۳۵ جنګي الوتکو ټوليزه بيه ۱۷ ميليارد ډالره کېږي.

نویسنده: mayar
19 لیندۍ 1397
اسټراليا له امريکا دوه اېف ۳۵ جنګي الوتکې ترلاسه کړې

اسټراليا له امريکا د ۷۲ پېرل شوو پرمختللو جنګي الوتکو له ډلې دوه ترلاسه کړې. د دغو ۷۲ اېف ۳۵ جنګي الوتکو ټوليزه بيه ۱۷ ميليارد ډالره کېږي.
واشنګټن وايي، دا ډول ۱۰۰۰ الوتکې يې توليد کړي، چې په خپلو متحدو هېوادونو به يې وپلوري.
د دې الوتکو جوړوونکی شرکت لاکهيډ مارټين بيا په خپل راپور کې ليکي، دغه اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په بې ساري ډول پرمختللې دي او په کې د مهمو وسايلو د کارېدو له کبله يې ورځ په ورځ لګښت لوړېږي، چې ښايي په ۲۰۲۰م ميلادي کال کې د هرې الوتکې لګښت ۸۰ ميليون ډالرو ته ورسېږي.
د امريکا او اسټراليا ترمنځ د اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو تړون تېر کال لاسليک شو، چې د لوړې بيې او ډېر لګښت له کبله يې هغه مهال په اسټراليا کې د يو شمېر سياسيونو او اقتصاد پوهانو غبرګونونه هم راوپارول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA