د فراه د ولايتي شورا مرستيال په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري د ملي اردو د لسو سرتېرو د وژل كېدو او نهو نورو د نيول كېدو خبر وركوي.
شاه محمود نعيمي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د بالابلوك ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ملي اردو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې لس افغان سرتېري ووژل او نهه نور ونيول شول.
د نوموړي په خبره، طالبانو د امنيتي ځواكونو تجهيزات هم وړي دي.
خو د ۲۰۷ ظفر قول اردو مسوولين د ملي اردو سرتېرو د وژل كېدو او نيول كېدو ادعا ردوي.
د دې قول اردو د اړيكو د برخې مسوول عارف رضايي وايي، پر يادې پوستې د طالبانو بريد يوازې څلور امنيتي سرتېري ټپيان كړي دي.
د هغه په وينا، په جګړه كې اووه طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
طالبانو بيا كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې په فراه كې د افغان ځواكونو د يوې پوستې د نيولو، د پنځو امنيتي سرتېرو د وژلو او لسو نورو د اسير كولو ادعا كړې ده.