ads

جمهور رئيس غني له اداري فساد سره پر ګډې مبارزې ټينګار وكړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د اداري فساد شتون د اساسي قانون د تطبيق مخنيوى كوي او بايد په خلاف يې ګډه مبارزه وشي.
نوموړي نن په كابل كې د اداري فساد په ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل، د ملي يووالي حكومت اراده لري، چې د فساد ريښې وچې كړي.

نویسنده: mayar
18 لیندۍ 1397

جمهور رئيس غني په دې برخه كې د خلكو، رسنيو، مدني ټولنې، ديني عالمانو او ټولو اقشارو رول مهم وباله.
بل پلو د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش له اداري فساد سره په مبارزه كې د حكومت د لاسته راوړنو يادونه وكړه، خو په دې لاره كې يې د ځينو ستونزو شتون تاييد كړ.
هغه په اړوندو ادارو كې د مسلكي او كاري ظرفيتونو ټيټوالى، بوديجوي او مالي ستونزې او د عامه پوهاوي كچې ښكته والى لوى خنډونه وبلل.
په دې غونډه كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي يماموتو او په كابل كې د امريكا سفير جان بس هم خبرې وكړې او له افغان حكومت سره يې له فساد سره د مبارزې په برخه كې خپلې ژمنې تازه كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA