ads

په ننګرهار كې دوه كسان له ۳۱ ميله وسلو سره ونيول شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په دور بابا ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال دوه تنه له ۳۱ ميله وسلو او ۷۵۰ فيره مرميو سره نيولي دي.

نویسنده: mayar
17 لیندۍ 1397
په ننګرهار كې دوه كسان له ۳۱ ميله وسلو سره ونيول شول

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په دور بابا ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال دوه تنه له ۳۱ ميله وسلو او ۷۵۰ فيره مرميو سره نيولي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په نيول شوو وسلو کې دوه ميله پيکاوې او اته ميله کلاشينکوفونه هم شامل دي.
خوږياڼي زياته كړه، له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA