د ايټاليا په يوه شپې كلب كې د موسيقۍ د كنسرټ په مهال د ټېل ماټېل له كبله لږ تر لږه ۱۲۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايټاليايي رسنۍ وايي، د شنبې په شپه وروسته له هغې، چې يوه كس د كنسرټ په جريان كې له توندو خوشبويه موادو ګټه پورته كړه، په كلب كې حاضرو كسانو د تېښتې هڅه وكړه.
د راپورونو له مخې، د كنسرټ د ځاى په خروجي دروازه كې د خلكو د ټېل ماټېل په ترڅ كې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۱۲۰ نور ټپيان شول.
د عيني شاهدانو په وينا، د پېښې په وخت په ياد شپې كلب كې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه موجود وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ