د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو پخوانی وزير رېکس ټېلرسن ټنبل او له ذهني اړخه كمزورى و.
ټرمپ په يوه ټويټري پيغام کې ليکلي، اوسنی د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو بيا ډېر عالي کار کوي او دى په نوموړي وياړي، خو ټېلرسن بيا ټنبل، کور ذهنه او چوپ سړى و او نه يې شوای کولای له هغه ژر ځان خلاص کړي.
ټرمپ وروسته له هغې دا ډول توند غبرګون وښود، چې د ده د بهرنيو چارو پخواني وزير رېکس ټېلرسن له يوې ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې نوموړی يو ډېر بې نظمه سړی وباله او ټينګار يې درلود، چې له مطالعې سره مينه نه لري، د مسايلو په اړه راپورونه هم تر پايه نه لولي او نه غواړي د يو څه په تړاو ژور وپوهېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ