ads

لغمان د درېيو ولايتونو د سوك وهنې سياليو اتلولي وګټله

د کابل، ننګرهار او لغمان ولايتونو د لوبغاړو د سوک وهنې په پرونيو سياليو كې لغمان لومړى مقام ترلاسه کړ.
د دې ولايت د بدني روزنې امر بادام ګل وايي، د کابل، ننګرهار او لغمان ولايتونو سوک وهونكو خپلمنځي سيالۍ ترسره کړې، چې په كې د لغمان لوبغاړو وشو کړاى خپلو سيالانو ته په پرله پسې ډول ماتې ورکړي او د سياليو اتلولي خپله کړي.

نویسنده: mayar
17 لیندۍ 1397

د نوموړي په خبره، د يادو سياليو هدف د لوبغاړو هڅول او راتلونکو سترو سياليو ته چمتووالى و.
بل پلو د جمعې په ورځ د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په چهارباغ سيمه کې هم د ۱۰۰ سوک وهونكو ترمنځ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
د بادام ګل په وينا، دوى هڅه کوي ورته سيالۍ په نورو ولسواليو کې هم ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA