د جنوبي کوريا جمهور رئيس مون جانه اين وايي، ښايي د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون جنوبي کوريا ته سفر وکړي او دا سفر به له واشنګټن سره د سيول د اړيکو په لا پياوړتيا کې مرسته وکړي.
د جنوبي کوريا جمهور رئيس دا خبره، نن نيوزيلنډ ته د خپل سفر پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
مون جايه زياته کړه: ((دا به لومړی ځل وي چې د شمالي کوريا يو مشر جنوبي کوريا ته سفر کوي. که څه هم د دې سفر وخت نه دی ټاکل شوی، خو ډېر مهم دی.))
د نوموړي په خبره، دا ډول يو سفر له اټومي وسلو د کوريا جزيرې د پاکېدو بهير ته چټکتيا ورکوي او بالاخره به د سيول او واشنګټن تر منځ اړيکې لا پسې پراخې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ