په هلمند كې سږ كال روانې ناامنۍ ۱۹۵۰ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په دغه ولايت كې د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ولايتي دفتر د څارنې مسوول مقيم عليزى وايي، د روان ۱۳۹۷يم لمريز كال له پيله تراوسه په هلمند كې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ ملكي وګړي وژل شوي او ۱۸۹۰ نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د مخامخ جګړو، هوايي بريدونو او ماين چاودنو له كبله اوښتې ده.
عليزى زياتوي، د ملكيانو د مرګ ژوبلې دا شمېره د تېر لمريز کال په پرتله لوړه ده، چې بايد مخنيوی يې وشي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا په دې ولايت كې د ملكيانو د مرګ ژوبلې كچه تر دې كمه ښيي، خو په اړه يې كره معلومات نه وركوي.
د هغه په وينا، ډېری ملکي وګړو ته د وسله والو طالبانو په بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځواک وويل، حکومت د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخنيوي لپاره مهم پلانونه تر لاس لاندې لري.
د يادونې وړ ده، چې تېر كال په هلمند كې ۱۸۹۵ ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.