ads

په ننګرهار كې لسګونه داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول

په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو په هلو ځلو ۳۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول.
دا وسله وال د پنجشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 لیندۍ 1397
په ننګرهار كې لسګونه داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول

په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو په هلو ځلو ۳۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځاى شول.
دا وسله وال د پنجشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي په دې په اړه په جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل، يادو تسليم شوو داعش او طالب وسله والو ۴۲ ميله درنه اوسپکه وسله هم د ملي امنيت ادارې ته وسپارله.
د نوموړي په خبره، د سولې له بهير سره تر يوځاى کېدو وړاندې دغو طالب او داعش وسله والو په مومندرې، خوږياڼو، شېرزادو، غني خېلو، اچين او نازيانو ولسواليو کې دولت ضد فعاليتونه کول.
خوږياڼي زياته کړه، په دې وسله والو کې ۱۶ تنه يې داعشيان او ۱۴ تنه نور يې د وسله والو طالبانو اړوند كسان دي.
د سولې له بهير سره د يوځاى شوو داعش وسله والو له ډلې ګلبدين وايي، د پاکستان د استخباراتي ادارې آى اېس آى په لمسون يې دولت ضد کړنې کولې او د ديني عالمانو وروستيو فتواوو جګړې پرېښودلو ته لېواله كړ.
بايد وويل شي، چې په ننګرهار كې په دې وروستيو كې د ملي امنيت ادارې په هڅو د دولت نېږدې ۳۰۰ وسله والو مخالفينو له مخالفته لاس اخيستى او د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA