ads

په ايران كې د وروستۍ زلزلې له كبله د ټپي شوو كسانو شمېر زيات شو

د ايران په كرمانشاه ولايت كې د وړمې شپې زلزلې له كبله د ټپي شوو كسانو شمېر ۶۳۴ تنو ته ورسېد.
راپورونه وايي، ډېرى كسان له خپلو كورونو د تېښتې په مهال ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لیندۍ 1397
په ايران كې د وروستۍ زلزلې له كبله د ټپي شوو كسانو شمېر زيات شو

د ايران په كرمانشاه ولايت كې د وړمې شپې زلزلې له كبله د ټپي شوو كسانو شمېر ۶۳۴ تنو ته ورسېد.
راپورونه وايي، ډېرى كسان له خپلو كورونو د تېښتې په مهال ټپيان شوي دي.
نن هم په كرمانشاه ولايت كې څو كمزورې زلزلې وشوې.
د راپورونو له مخې، د زلزله ځپلو سيمو ډېرى اوسېدونكو تېره شپه د نورو احتمالي زلزلو له وېرې له كورونو بهر تېره كړه.
وړمه شپه د رېختر په كچې شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې د ايران كرمانشاه ولايت وښوراوه، چې ژوروالى يې تر ځمكې اووه كيلومټره لاندې ښودل شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA