د هېواد د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره نوې درې کلنه کړنلاره جوړېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي په مشرۍ تېره ورځ د کرکټ د لوړو مهارتونو، د کرکټ د پراختيا، کورني کرکټ او د کرکټ عملياتي څانګو او ټولو زونونو د مسوولينو ترمنځ عمومي ناسته ترسره شوه.
د كركټ بورډ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ناسته کې پر نورو مهمو موضوعاتو سربېره د کورني کرکټ د جوړښت او تشکيل، په کورني کرکټ کې ځوانو لوبغاړو ته د غوره فرصتونو برابرولو او لوړو پوړيو ته د ځوانو لوبغاړو د لارموندنې په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
د يادولو ده، چې د ناستو دغه لړۍ به يوه اونۍ دوام ومومي او په پايله کې به يې د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره درې کلنه هراړخيزه او غوره کړنلاره چمتو کړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ