په زابل كې تېره ورځ د افغان ځواکونو له لوري پر وسله والو طالبانو بريد شوى، چې په ترڅ كې يې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دې ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د مرکز كلات په سيدجان کلي کې طالبانو له عامو خلكو څخه د عشر په نوم پيسې اخيستې، چې افغان ځواكونو پرې بريد وكړ او ياده مرګ ژوبله يې ور واړوله.
په خبرپاڼه كې راغلي، د نښتې په مهال امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.