پاكستاني ځواكونو يو ځل بيا د کونړ پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو توغندويي بريدونه پيل كړي دي.
د دانګام ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، هره ورځ پرې د پاکستاني ځواکونو له لوري لسګونه توغندي توغول کېږي.
د دوى په وينا، د يادې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بېځايه شوي او اوس په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو لخوا توغول شوو توغنديو نه يوازې مالي، بلکې ځاني زيانونه هم اړولي دي.
بل لور ته د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين د يادو بريدونو د منلو ترڅنګ د ستونزې د حل لپاره په لويه كچه د كار د دوام خبره كوي.
په دې زون كې د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند كليد ته وويل، د دغې ستونزې حل د دوى له صلاحيته پورته دى او په مرکزي كچه پرې خبرې روانې دي.
د هېواد په ختيځ کې کونړ هغه ولايت دى، چې ډېرکله پرې په دوامداره او وقفه يي ډول د پاکستاني پوځيانو لخوا توغندويي بريدونه کېږي، چې له كبله يې ولسي افغانانو ته د سر او مال درانه زيانونه اوړي.