افغان لوبغاړي شهزاد محمدي تېره شپه په ټي ټېن ليګ کې د راجپوټس لوبډلې په ګټه د سېنديز لوبډلې په وړاندې په ۱۶ توپونو ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دوی ته د سيالې لوبډلې له لوري په ټاکل شوو لسو اورونو کې ۹۶ منډې هدف ورکړل شوی و، خو راجپوتس لوبډلې د شهزاد د ۷۴ خورا چټکو منډو په مټ دغه هدف په څلورو اورونو کې په اوپنېنګ پوره کړ او ۶ اورونه يې ورته سلامت پرېښودل.
شهزاد په دې لوبه کې په ۱۲ توپونو پنځوسيزه جوړه کړه او په څلورو نورو توپونو يې منډې ۷۴ ته پورته کړې.
شهزاد محمدي وويل، شارجه لوبغالی يې د خوښې لوبغالی دی او دلته نو په هيچا هم رحم نه کوي.
ټاکل شوې نن د دې ليګ په يوه بله لوبه کې د راشدخان په مشرۍ مراته عربين لوبډله له پنجابي لېجېنډ لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووزي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ