په لغمان کې د خپل ماین په چاودنه کې ۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ پر لویه لار ۳ وسله والو طالبانو چې، غوښتل یې ماین ځای پر ځای کړي، ماين خپله پر دوی چادنه کړې.
سرچینه وایي په دې چاودنه کې ۱ طالب وسله وال وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي له یادو وسله والو طالبانو درې میله وسله هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې.
بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.