ads

په هېواد كې د کوکنارو کښت ۲۰٪ کم شوی

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وايي، د تېر لمريز کال په پرتله سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ۲۰ فيصده کم شوی او د ترياکو د توليد كچه هم ۲۹ فيصده راكمه شوې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 لړم 1397
په هېواد كې د کوکنارو کښت ۲۰٪ کم شوی

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وايي، د تېر لمريز کال په پرتله سږ کال په هېواد کې د کوکنارو کښت ۲۰ فيصده کم شوی او د ترياکو د توليد كچه هم ۲۹ فيصده راكمه شوې ده.
له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته په خبرو کې د هغې سروې پايلې خپرې کړې، چې د دې وزارت له لوري ترسره شوې ده.
د نوموړې په خبره، په داسې حال کې، چې تېر لمريز کال پر ۳۲۸ زره هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي وو، سږ کال پر ۲۶۳ زره هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي، چې ۲۰ فيصده کموالی ښيي.
عظيمي وويل، د تېر کال په پرتله سږ كال د ترياکو په توليد کې هم ۲۹ فيصده کموالی راغلی دی.
بل پلو د كورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره د مبارزې مرستيال عبدالخليل بختيار وايي، سږ کال د نشه ‌يي توکو د توليد او قاچاق په تور ۳۵۲۷ تنه نيول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ فيصده زيات دي.
د يادې سروې له مخې، سږ کال نورستان ولايت له کوکنارو پاک شوی او له هغو نهو ولايتونو سره، چې تېر کال پاک اعلان شوي وو او سږ کال يې هم خپل دغه حالت ساتلی، د کوکنارو له کښته د پاکو ولايتونو شمېر لسو ته ورسېد. تخار ولايت بيا د هغو ولايتونو په سر کې دی، چې سږ کال په کې بيا کوکنار کرل شوي دي. دا ولايت تېر کال له کوکنارو پاک اعلان شوی و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA