ads

په ننګرهار كې خلک د خوراکي او غيرې خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښاريان په دې ولايت کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي.
دوى وايي، د پخوا په پرتله د دغو توكو بې څو چنده لوړې شوې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 لړم 1397
په ننګرهار كې خلک د خوراکي او غيرې خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښاريان په دې ولايت کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي.
دوى وايي، د پخوا په پرتله د دغو توكو بې څو چنده لوړې شوې دي.
ښاريان په دې برخه کې د ښاروالۍ مسوولين ګرم بولي، چې نه دي توانېدلي خپلې وېشلې نرخپاڼې کنټرول کړي.
دوى د ښاروالۍ مسوولين تورنوي، چې د پيسو په بدل کې د نرخپاڼې په عملي کولو سترګې پټوي.
د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سيد همايون غريبمل بيا کليد ته وويل، که ولس ورسره مرسته وکړي، نو ډېر ژر به دوى وتوانېږي، چې نرخپاڼې کنټرول کړي.
د کارونو نه شتون او بېوزلي له هغو علتونو شمېرل کېږي، چې په دغه ښار کې يې ډېرى خلک ناهيلي کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA