ads

ناروې د سولې په برخه كې له افغانستان سره همكارۍ ته چمتووالی وښود

د ناروې د بهرنيو چارو وزيره اين ايريکسن سوايد وايي، هېواد يې د افغانانو په رهبرۍ او مديريت د سولې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 لړم 1397
ناروې د سولې په برخه كې له افغانستان سره همكارۍ ته چمتووالی وښود

د ناروې د بهرنيو چارو وزيره اين ايريکسن سوايد وايي، هېواد يې د افغانانو په رهبرۍ او مديريت د سولې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
هغې دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د مېرمن سوايد له قوله راغلي، هېواد به يې د نړيوال ستراتېژيک ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ وي.
د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې په خبره، په سويس کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکي جينيوا کنفرانس کې د ګډون لپاره يې هراړخيز چمتووالى نيولى دى.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، افغانستان، چې د بيا نوې کېدو وړ انرژۍ د توليد کافي ظرفيت لري، غواړي د دې انرژۍ او حرفوي زده کړو په برخو کې د ناروې له برياليو تجربو ګټه واخلي.
د مېرمن سوايد په وينا، ناروې به په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ترڅنګ د بيا نوې کېدو وړ انرژۍ او حرفوي زده کړو په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA