ads

د ټاكنو خپلواك كمېسيون په خپل وخت د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وکړ

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، كوښښ كوي، چې د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې په خپل وخت اعلان كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 لړم 1397
د ټاكنو خپلواك كمېسيون په خپل وخت د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وکړ

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، كوښښ كوي، چې د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې په خپل وخت اعلان كړي.
د دې كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن يوې خبري غونډې ته وويل، د كابل د ټولو رايو او د نورو ولايتونو د ځينو سيمو د رايو د بيا شمېرنې او تفتيش كار دوام لري.
د هغه په وينا، په وخت مركزي دفتر ته د ټاكنيزو موادو نه رسېدل، د رايو بيا شمېرنه او يو شمېر نور موضوعات د دې سبب شول، چې دوى د ټاكنو لومړۍ پايلې وځنډوي.
صياد زياته كړه، د ټاكنو خپلواك كمېسيون د راتلونكې ليندۍ مياشتې په دوهمه نېټه د ۳۲ ولايتونو او د همدې مياشتې په لسمه نېټه د كابل ولايت د ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان ته ژمن دى.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د رئيس په خبره، تراوسه سرور ته د ۱۱۵۹۵ بايومټريك دستګاوو معلومات انتقال شوي او همدارنګه د دوى ټول كارونه ۳۹ اعشاريه څلور فيصده مخكې تللي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې ټاكنې په ۳۲ ولايتونو كې د تېرې تلې مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه او په كندهار كې بيا د روانې لړم مياشتې په پنځمه نېټه ترسره شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA