جمهور رئيس محمد اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې تېر ماخوستن د هېواد له مخکېني جمهور رئيس حامد کرزي سره وکتل.
د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې جمهور رئيس غني د سولې مشورتي بورډ د ايجاد په تړاو خبرې وکړې او د كرزي نظرونه او وړانديزونه يې واورېدل.
د هېواد جمهور رئيس وويل، سوله يوه ملي پروسه ده او هغې ته د رسېدو لپاره سراسري اجماع ته اړتيا لري.
بايد وويل شي، چې هغه تر دې وړاندې له يو شمېر چارواكو، پخوانيو جهادي مشرانو، سياستوالو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره هم د سولې په اړه مشورې كړي او د مشورو لړۍ يې دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ