ads

په ننګرهار كې لسګونه ميله وسلې او زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوې

د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، په بهسودو ولسوالۍ کې پوليسو د څارويو په يوه موټر کې بار لسګونه ميله وسلې او سلګونه فيره مرمۍ نيولې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 لړم 1397
په ننګرهار كې لسګونه ميله وسلې او زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوې

د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، په بهسودو ولسوالۍ کې پوليسو د څارويو په يوه موټر کې بار لسګونه ميله وسلې او سلګونه فيره مرمۍ نيولې دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند محمد فريد کليد ته وويل، د نشه يي توکو په ضد د مبارزې مديريت پوليسو له يوه مازدا ډوله موټره، چې څلور غواګانې په کې بار وې، ۴۳ ميله بېلابېل ډوله وسلې او لس زره فيره مرمۍ ترلاسه كړې.
ده زياته كړه، له وسلو او مرميو سره دوه تنه هم نيول شوي، چې د کاپيسا اوسېدونکي دي.
د محمد فريد په وينا، نيول شوو كسانو غوښتل دغه وسلې او مرمۍ، چې له پاکستانه يې بټي کوټ ولسوالۍ ته راوړې وې، کاپيسا ته ولېږدوي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، له يادو كسانو نورې څېړنې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA