په فراه كې د افغان ګډو ځواكونو په عملياتو كې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، دا عمليات د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په ملاتړ په خاك سفيد ولسوالۍ كې ترسره شول.
هغه اوس مهال د فراه امنيتي حالت عادي وباله.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
د فراه د ولايتي شورا د معلوماتو پر بنسټ، هلته په تېره يوه مياشت كې د طالبانو په بريدونو كې له ۲۰۰ زياتو امنيتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.