د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، د له لاسه وتلو سيمو د بياځلي نيولو عمليات يې پاى ته رسولي او ۱۵ وسله والو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سردار محمد حيا نن كليد ته وويل، عمليات يې څو ورځې وړاندې د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په هدف پيل کړي وو، چې تېره ورځ يې پاى ته ورسول.
د نوموړي په خبره، د عملياتو په مهال يې ۱۱ طالبان وژلي او څلور نور يې ټپيان كړي دي.
حيا زياته كړه، په عملياتو كې ځينې هغه سيمې بياځلي له طالبانو ونيول شوې، چې دوى يې د نيولو پلان درلود.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو څرګندونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ