جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د سولې مشورتي بورډ د ايجاد هدف د سولې مذاکراتو ته چمتووالى او د سولې د برياليو او بين الافغاني مذاکراتو لپاره د مشخص ادرس رامنځته کول دي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد د سياسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره د ليدنې په مهال وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، سوله د افغانستان د خلکو مهمه غوښتنه او د حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه ده او دوى به د ټولو په ګډې همغږۍ او همکارۍ دغه مهم لومړيتوب ته ورسېږي.
بل پلو نجيب الله هوتک او حبيبې توخي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
دوى د سولې په تړاو د خپلو وړانديزونو د شريکولو ترڅنګ د هېواد جمهور رئيس له دې كبله وستايه، چې تل د ملي مسايلو، مهمو تصاميمو او پرېکړو په اړه د سياسي ګوندونو په ګډون د بېلابېلو اقشارو له استازو سره مشورې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ