ads

افغان مسوولينو د کرکټ د اسيايي شورا په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون وکړ

افغانستان د کرکټ د اسيايي شورا په کلنۍ عمومي غونډه کې، چې په لاهور کې ترسره شوه، د دغې شورا د ټېسټ دريځ لرونکي بشپړ غړي په توګه وپېژندل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 لړم 1397
افغان مسوولينو د کرکټ د اسيايي شورا په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون وکړ

افغانستان د کرکټ د اسيايي شورا په کلنۍ عمومي غونډه کې، چې په لاهور کې ترسره شوه، د دغې شورا د ټېسټ دريځ لرونکي بشپړ غړي په توګه وپېژندل شو.
د کرکټ اسيايي شورا دا ګام وروسته تر هغې اخلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ په يوه ليک کې له دې شورا وغوښتل، چې د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان د بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد په توګه منلى، نو دا شورا يې هم بايد د ټېسټ دريځ لرونکي بشپړ غړي په توګه ومني.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د دغه بورډ عمومي رئيس عزيز الله فضلي او اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي هم د کرکټ د اسيايي شورا په عمومي کلنۍ غونډه کې شتون درلود.
په غونډه کې د کرکټ د اسيايي شورا مشرتوب بنګله دېش ته وسپارل او د دې هېواد د کرکټ بورډ رئيس نظم الحسن تر ۲۰۲۰م ميلادي كال پورې د يادې شورا نوى مشر وټاکل شو.
مخكې د پاکستان د کرکټ بورډ رئيس احسان ماني د کرکټ د اسيايي شورا مشري كوله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA