د افغانستان د فوټبال د ۱۷ كلنو ملي لوبډله د روان ۲۰۱۸م ميلادي كال د سُبُرتو جام سياليو پايلوبې ته ووته.
په نيمه پايلوبه كې، چې د هند په ډيلي ښار كې ترسره شوه، افغان لوبډلې د دغه هېواد كِرالا لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په يوه ګول ماتې وركړه.
ټاكل شوې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ كلنو ملي لوبډله په پايلوبه كې د بنګله دېش له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د سُبُرتو جام سياليو پايلوبه د راتلونكې سې شنبې په ورځ ترسره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ