د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه كې د ملي امنيت د ۰۲ قطعې ځواكونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان او يو شمېر سرګروپانو په ګډون د دې ډلې ۳۰ غړي وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه ترسره شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په دغو عملياتو كې د طالبانو پنځه مركزونه هم له وسلو او مهماتو سره له منځه يووړل شول.
د خوږياڼي په وينا، ډېرى وژل شوي طالبان د هلمند، لوګر، کندهار او ځينو نورو ولايتونو اوسېدونكي وو.
دى وايي، په يادو عملياتو كې ملکي وګړو او امنيتي ځواكونو ته زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ