ads

په بلخ كې يو سينمايي لوبغاړى وژل شوى

په بلخ كې دوه كسان د نامعلومو كسانو له لوري وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير آصف آزادي كليد ته وويل، پرون مازديګر د بلخ يو سينمايي لوبغاړى قدوس فرهمند د دغه ولايت په خُلم ولسوالۍ كې دوو موټرسايكل سپرو وسله والو وژلى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 لړم 1397
په بلخ كې يو سينمايي لوبغاړى وژل شوى

په بلخ كې دوه كسان د نامعلومو كسانو له لوري وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير آصف آزادي كليد ته وويل، پرون مازديګر د بلخ يو سينمايي لوبغاړى قدوس فرهمند د دغه ولايت په خُلم ولسوالۍ كې دوو موټرسايكل سپرو وسله والو وژلى دى.
ده زياته كړه، د دې قتل علت تراوسه روښانه نه دى او په اړه يې څېړنې روانې دي.
بلخوا د بلخ د دهدادي ولسوالۍ د پشت جوى كلي په يوه باغ كې يو تن په مرموز ډول وژل شوى دى.
آصف آزادي وايي، د دغې پېښې په تړاو يو تن نيول شوى دى.
د بلخ اوسېدونكي هلته د وژنې، تښتونې او وسله والو غلاوو د پېښو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او امنيتي ځواكونه د امنيت په ټينګښت كې كمزوري او ناتوانه بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA