امريكايي رسنۍ وايي، د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتي ادارې سي آى اې په يوه ارزونه كې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېل بلل شوى دى.
سي آى اې د خاشقجي د وژلو امر محمد بن سلمان ته راجع كړى دى.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا، په دې ارزونې سره د سعودي حکومت هغه ټينګار بې ارزښته کېږي، چې ګواكې دا وژنه د څو خپلسرو چارواکو کار و.
يادې ورځپاڼې ليكلي، سي آى اې د وليعهد له ورور سره د خاشقجي او نورو ټيليفوني اړيکو پر بنسټ دې پايلې ته رسېدلې، چې د دغه خبريال وژنه د سعودي وليعهد له اجازې پرته ممکنه نه وه.
د ياد خبريال مړى لا نه دى موندل شوى، خو د جمعې په ورځ يې په تركيې او سعودي عربستان كې غيابي جنازه وشوه.
۵۹ کلن خاشقجي، چې په امريکا کې اوسېده او د سعودي عربستان د ځواکمن وليعهد له منتقدينو څخه و، د تركي چارواكو په خبره، د تېرې اكټوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول كې سعودي كونسلګرۍ ته له ننوتو سره سم وژل شوى او مړى يې ټوټې ټوټې شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ