د فراه والي محمد شعيب ثابت وايي، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ايران د هېواد د لوېديځ د ناامنيو په زياتېدو كې لاس لري او په دغه ولايت كې جګړه د اوبو پر سر بولي.
د نوموړي په خبره، هركله چې د بخش اباد بند د جوړېدو اقدام شوى، ايران د ستونزې د رامنځته كولو لپاره په فراه كې جګړه تېزه كړې ده.
ثابت زياتوي، ياد هېواد جنګېدونو طالبانو ته لايزري وسلې او د شپې دوربينونه ورکړي دي.
په كابل كې د ايران سفارت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په تېر وخت كې ايراني چارواكو د دغې موضوع په اړه غبرګون ښودلى او په وينا يې، په افغانستان كې د طالب جنګياليو په تجهيز كې هېڅ رول نه لري.
د فراه والي د دې ولايت بالابلوک، خاک سفيد، پشت رود او خاش رود هغه ولسوالۍ يادې کړې، چې دا مهال د وسله والو طالبانو له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.
ثابت د دغه ګواښ د په شا تمبولو په هدف له مركزي حكومته د اضافي سرتېرو د ورلېږلو غوښتونكى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ