ads

په زرمت كې ۱۵ وسله وال وژل شوي

د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په دوو هوايي بريدونو كې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا بريدونه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په سهاكو سيمه كې شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 لړم 1397
په زرمت كې ۱۵ وسله وال وژل شوي

د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په دوو هوايي بريدونو كې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا بريدونه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په سهاكو سيمه كې شوي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې بهرنيو ځواكونو د مخالفينو يو شمېر وسايط او وسلې هم له منځه وړې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA