ads

په اچين کې د ځينو قوماندانانو په ګډون ۲۰ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 لړم 1397
په اچين کې د ځينو قوماندانانو په ګډون ۲۰ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د داعش ډلې ځينې قوماندانان او د تروريستي بريدونو پلان جوړوونکي هم شامل دي.
سرچينه وايي، په له منځه وړل شوو مرکزونو کې داعشيانو په اچين ولسوالۍ او مركز جلال اباد ښار کې د بريدونو ترسره کولو پلانونه جوړول او له همدغو مركزونو يې ښار او نورو سيمو ته بريدكوونكي لېږل.
د سرچينې په خبره، د يادو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA