د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال ۶۹ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان كړي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات د هوايي ځواكونو په ملاتړ په لغمان، ننګرهار، پکتيکا، غزني، پکتيا، ميدان وردګ، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ