ads

امنيتي او دفاعي ځواكونو ته د مخالفينو په ضد د بريدونو زياتولو امر شوى

د ملي امنيت شورا د هېواد امنيتي او دفاعي ارګانونو ته امر كړى، چې د دولت د وسله والو مخالفينو په ضد خپل بريدونه زيات كړي.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د دې كار هدف د ملكي وګړو د ژوند خونديتوب او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو كموالى ښودل شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 لړم 1397

سرچينه وايي، د هېواد دښمنانو له افغان ځواكونو سره په مخامخ جګړو كې ماتې خوړلي، نو له همدې كبله يې د ملکي وګړو په وژلو خپله جنګي تګلاره بدله کړې، چې د دغو ډلو د کمزورتيا ښکارندويي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو كې يوازې په غزني او فراه ولايتونو كې وسله والو طالبانو لږ تر لږه ۵۰ افغان سرتېري وژلي دي.
جمهور رئيس غني د دوشنبې په ورځ وويل، د تېرو شاوخوا څلورو کلونو په جګړو کې څه باندې ۲۸۵۰۰ افغان امنيتي او دفاعي سرتېري وژل شوي دي.
دا لومړی ځل و، چې جمهور رئيس غني د امنيتي سرتېرو د تلفاتو شمېر اعلان كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA