ads

امريكا د خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي

امريكا په ترکيه کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي دي.
د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچين پرون وويل، هغو سعودي چارواکو، چې بنديزونه پرې لګېدلي، د خاشقجي په بې رحمانه وژنه کې لاس درلود.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 لړم 1397
امريكا د خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي

امريكا په ترکيه کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د قضيې په تړاو پر ۱۷ سعودي چارواکو بنديزونه لګولي دي.
د امريکا د خزانې وزير سټيفن منوچين پرون وويل، هغو سعودي چارواکو، چې بنديزونه پرې لګېدلي، د خاشقجي په بې رحمانه وژنه کې لاس درلود.
ده زياته کړه، يادو کسانو هغه خبريال په نښه کړى او په بې رحمۍ سره يې وژلى، چې په متحدو ايالتونو كې يې ژوند او کار کاوه او دوى ته بايد د خپل عمل سزا ورکړل شي.
په دې چارواکو کې د وليعهد محمد بن سلمان دوه نېږدې همکاران سعود القحطاني او ماهر مُطرب او د خاشقجي د وژل کېدو په مهال په استانبول کې د سعودي عربستان جنرال كونسل محمد العُطيبي هم شامل دى.
د امريکا د خزانې وزارت وايي، القحطاني، چې د وليعهد ښى لاس بلل کېږي، د خاشقجي د قتل له پلان جوړوونکو او عملي کوونکو څخه و.
۵۹ کلن خاشقجي، چې په امريکا کې اوسېده او د سعودي عربستان د ځواکمن وليعهد له منتقدينو څخه و، د تركي چارواكو په وينا، د تېرې اكټوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول كې سعودي كونسلګرۍ ته له ننوتو سره سم وژل شوى او مړى يې ټوټې ټوټې شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA