ads

له وروستۍ پانګونې وروسته په يوه کال کې افغانستان ته ګاز را رسېږي

د ټاپي پروژې اجرايوي مشر وايي، ښايي په را روانو دوو کلونو کې افغانستان او پاکستان ته ګاز انتقال شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 لړم 1397
له وروستۍ پانګونې وروسته په يوه کال کې افغانستان ته ګاز را رسېږي

د ټاپي پروژې اجرايوي مشر وايي، ښايي په را روانو دوو کلونو کې افغانستان او پاکستان ته ګاز انتقال شي.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د دې ګډې پروژې کارونه تېرکال پيل شول او اوس يې د پانګونې چارې هم په بشپړېدو دي.
د ټاپي پروژې اجرايوي مشر محمد ميرات امانوف وايي، د مخکني پلان له مخې بايد پر دې پروژې لس ميليارد ډالره لګښت شوی وای، خو اوس يې لګښت اوو مېليارد ډالرو ته راټيټ شوی دی.
د رويټرز خبري اژانس د امانوف له خولې ليکلي دي چې د وروستۍ پانګونې په اړه له پريکړې وروسته به په يو کال کې افغانستان او شاوخوا دوو کلونو کې پاکستان ته ګاز وليږدول شي.
د جرمني او ايټاليا ځينې شرکتونه د دغې پروژې لپاره وسايل انتقالوي، خو لوی مالي ملاتړي يې د اسيا پراختيايي بانک او اسلامي پراختيايي بانک دي.
د ګازو دا نل ليکه ۱۸۱۴ کيلومتره ده چې ۸۱۶ کيلومتره يې له افغانستان تېرېږي، وروسته پاکستان او بيا هند ته ځي. د پلان له مخې به د کال ٣٣ ميليارده کوبيک متره ګاز له ترکمنستان څخه دغو درېيو هېوادونو ته ولېږدول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA