ads

سعودي: په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکاري کوو

د افغانستان، سعودي عربستان، اماراتو او امريکا استازو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

نویسنده: ISMAT MAYAR
24 لړم 1397
سعودي: په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکاري کوو

د افغانستان، سعودي عربستان، اماراتو او امريکا استازو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو څلورو واړو لورو په ابوظبۍ کې د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. سعودي عربستان ژمنه کړې چې افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
سرچينه زياتوي د سعودي شاهي حکومت په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او سولې راتګ ته ژمن دی او په دې برخه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سياسي مذاکراتو او سولې د خبرو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دې خبرو کې د افغان سولې په اړه د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم حاضر و او ددغه ليدنې له پايلو راضي و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA